نوین او افريدي په لنکا ليګ کې له لفظي شخړې وروسته دا ځل په يو ټيم کې لوبيږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او مخکښ تیز توپ اچونکی نوین الحق چې په ډېر کم وخت کې د افغانستان ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی تیره ورځ د پاکستان سوپر لیګ کې د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې واخیست، نوین الحق لومړۍ ځل دی چې د پاکستان سوپر لیګ کې لوبې تر سره کوي.

لا بلې خوا څخه د کوټې ګلیډیترز لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي ټیم مشهور لوبغاړی شاهد افريدي هم په دې لیګ کې لا ځان سره اخیستی دی ، شاهد افريدي تېر ځل د ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېده، چې سږکال به خپل وروستی پي ایس ایل د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې سره ولوبوي.

نوین الحق او شاهد افریدي د سریلانکا تجارتي لیګ لنکا پریمئیر لیګ کې د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېدل او همدارنګه د تجارتي لیګ کې د دواړو ترمنځ شخړه هم شوې وه، کوم چې وروسته دغه شخړې د نړیوالو رسنیو پام خپل کړی و او ډېر بحثونه هم پرې شوي و، چې شاهد افریدي، محمد عامر او نوین الحق یې په اړه په رسنیو کې هم غږېدلي و.

هو اوس خبره دا دی چې نوین الحق او شاهد افریدي د پاکستان پي ایس ایل سیالیو کې به د يوې لوبډلې لپاره لوبیږي، او دا وړاندوینه کیږي، چې هغه تیرې خبرې به خیري کړي، او د لوبډلې لپاره به ښې لوبې تر سره کړي.

د کوم وخت نه چې تجارتي لیګونه شروع شوي دي، لا هغه راهیسې داسې معلومات نشته چې لوبغاړې واخیستل شي او هغه به لا چا سره لوبې کوي او چا سره به مخامخ کیږي، د نړۍ لا هر ځای څخه لوبغاړې اخیستل کیږي او لوبې تر سره کوي.

Leave a Reply