رئیس احمدزی: له دې وروسته به لوبغاړې يوازې په درې ليګونو کې لوبيږي

ښايي په ليګونو کې د افغان لوبغاړو لوبيدل محدود شي، د افغانستان د کرکټ د معياري کولو لپاره نوی ګمارل شوې کميټې وړانديز کړی چې افغان لوبغاړې بايد د يو کال په اوږدو يوازې په درې ليګونو کې د لوبيدو اجازه ولري.

له دې پرته ټول لوبغاړې بايد کورنۍ لوبې ترسره کړي، يوې هندي رسنۍ ته د همدې څوارلس کسيزې کميټې يو غړي رئیس احمدزي ويلي، ددوی وړاندېز دادی چې لوبغاړي بايد په خپله خوښه په يو کال کې درې ليګونه انتخاب کړي، ترڅو د يو کال په اوږدو کې پکې ولوبیږي.

رئیس احمدزي ويلي د بشپړ غړو هيوادونو کې فرسټ کلاس لوبې بايد لومړيتوب ولري، نو د همدې لپاره زمونږ وړاندېز دادی چې په ليګونو‌ د لوبغاړو لوبيدل دې محدود شي، دا ځکه که چيرې تجربه کار لوبغاړې له کورني کرکټ نه لرې پاتې شي نو مشکله دا چې نوي استعدادونه وموندل شي.

ريس احمدزي همداراز ويلي؛ چې دوی دا وړانديز هم کړي ترڅو له بهره ويشتنځاي جوړونکې راوستل شي، او د فاسټ بالینګ لپاره پيجونه جوړ کړي، او دا چاره به د راتلونکې سيزن لپاره عملي شي.

احمدزی زياتوي: د راتلونکې سيزن لپاره مونږ فاسټ بالرانو ته جوړې ويکټې برابروو او ددې لپاره يو ښه ويشتنځای جوړونکې ته اړتيا لرو چې له کورنيو پيج جوړونکو سره د ویکټو په جوړولو کې مرسته وکړي.

نوموړي زياته کړې له دې وړاندې يو شمير افغان لوبغاړو د خپل زور څخه په ګټه اخيستنه، پخوا هم د تجارتي ليګونو لپاره ځينې ملي لوبې ځنډولي دي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان د لوبو او سيريزونو نشتوالی يو لامل هم په نړيوالو ليګونو کې د افغان لوبغاړو مصروفيت دی، چې کله کله د زور کارولو په واسطه ملي لوبې ځنډولي.

Leave a Reply