ويراټ کوهلي ولې د روهيت شرما په کپتانۍ کې لوبه نه کوي؟

د رسنيو لا خولې، د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ او تکړه لوبغاړی ویرات کوهلي، د هند کرکټ بورډ ته یې داسې ویلي دي چې زه نشم کولای چې د سویلي افریقا په وړاندې په يوورځنيو لوبو کې ولوبیږم.

ویرات کوهلي ډېر نا خوښ دی، چې کله د هند ملي ټیم لا لوبډلمشرۍ لرې کړل شو، هو کوهلي وايي چې زما د خفګان علت د لوبډلمشرۍ لرې کېدل نه دي بلکې د خپلې لور وامیکا د کلیزې په موخه د سویلي افریقا په وړاندې نه لوبیږي، او غواړي چې د لور کلیزې په وخت د خپلې کورنۍ سره خوندورې شیبې تیرې کړي.

او بل طرف ته روهیت شرما چې اوس مهال د لنډ فارمټ لوبو کپتان هم دی، هغه هم په داسې وخت کې ټپي شو کوم چې غوښتل یې خپل تمرینات وکړي، او نشې کولای چې د سویلي افریقا په وړاندې د ټیسټ په لوبو کې ولوبیږي.

د روهېت شرما په نه شتون لوبډلې ته پرېینک واخیستل شو، هو د شرما دندې ته څوګ نه دي ور اضافه شوي.

دا ټول هغه معلومات دي کوم چې لا دې څخه معلومیږي چې ویرات کوهلي د شرما لاس لاندې نه لوبیږي او د یو بل کپتاني نشي زغملی او یا لوبې نشي ترسره کولاي.

Leave a Reply