پاکستان یو ځل بیا ریکارډ جوړ کړو چې تر اوسه يوې لوبډلې نه دی جوړ کړی

تېره شپه د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ رامنځته شوه، چې په دې کې پاکستان د ۶۳ منډو په توپیر لوبه په خپل نوم کړه.
پاکستان کرکټ ټیم د بریا د ترلاسه کولو په موخه په ۲۰۲۱م کال کې د ګټل شویو لوبو شمیر ۱۸ ته لوړ کړو او په دې سره یې ریکارډ په نړۍ کې ثبت کړو.

باید وویل شي چې لا دې ثبت شوی ریکارډ څخه مخکې پاکستان په دې لیست کې هم اول مقام درلود، پاکستان ټیم په ۲۰۱۸م کال کې ۱۷ شل اوریزې سیالۍ ګټلې وې او په دې سره یې په ریکارډ لیست کې نوم شامل کړو.

د پاکستان لا ریکارډ څخه وړاندې هندوستان په ۲۰۱۶م کال کې ۱۵، یوګانډا په ۲۰۲۱م کال کې ۱۶، او سویلي افریقا په ۲۰۲۱م کال ۱۵ شل اوریزې لوبې ګټلي دي.

باید وویل شي چې پاکستان د ویسټ انډیز په وړاندې خپله شل اوریزه لوبه به د ډيسمبر په ۱۶ نېټه ترسره کړي.

Leave a Reply