د پرلپسې خرابو لوبو وروسته بابر اعظم خپل مقام د لاسه ورکړو

نن ورځ کرکټ نړیوالې شروع یوه درجه بندي اعلان کړه، او په هغې کې د انګلينډي ډیویډ مالان لومړۍ مقام خپل کړو.

په اعلان شوې درجه بندۍ کې د پاکستان مخکښ لوبغاړی بابر اعظم لا لومړني مقام څخه خدای پاماني وکړه، او په دې سره یې دریم مقام ته ځان غورځولی دی.

بابر اعظم د لومړي مقام څخه غورځېدل او پر ځای یې ډیویډ مالان کېناست او بابر علت په دې کې وو چې د نړیوال جام وروسته یې د بنګله دېش په دریو لوبو کې ناکام او بیخي سمې لوبې یې ونکړې.

او لا بنګله دېش لوبو څخه وروسته په خپل هېواد پاکستان کې د ویسټ انډیز سره په دوو لوبو کې هم ښه نه نه ثابت شوی او همدا علت یې دی چې د لومړي مقام سره یې وفاداري ونکړه.

بابر په پنځو شل اوریزو لوبو کې یواځې ۳۰ منډې جوړي کړي دي چې زیاتې منډې یې ۱۹ دي چې بیخي کمې دي.

Leave a Reply