ممکن د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ روان سيريز لغوه شي

په پاکستان کې د چهارشنبې په ورځ د پي سي آر ازموينو وروسته د ویسټ انډیز کرکټ بورډ تائید کړه؛ چې پنځه نور لوبغاړې هم په کرونا مرض اخته شوي.

درې لوبغاړې ویکټ ساتونکی شای هوپ، کيڼ لاسی سلو توپ اچونکی اکيل هوسين، آل راونډر جيسټن ګريوز، مرستیال روزونکی روډي ایسټویک او د ټیم معالج ډاکټر اکشي مانسینګ په کرونا مرض اخته شوي.

د پاکستان او ويسټ انډيز ترمنځ د دريمې شل اوريزې لوبې په څنډه کې د ويسټ انډیز کرکټ بورډ په يو بيان کې زيات کړې، چې ياد درې لوبغاړې به په روانو لوبو کې د لوبيدو چانس له لاسه ورکړي.

او ټول پنځه کسان به د ويسټ انډیز له لوبډلې ګوښه پاتې شي، ياد پنځه کسان د اوس لپاره د طبي کارکوونکو له لورې تر نظارت لاندې دي.

بورډ زياتوي چې د اوس لپاره ټول شپږ لوبغاړې له سيريز بهر شوي، د هغې له جملی ځينې لوبغاړې په کرونا اخته شوي او ځينې يې بيا د ټپي کيدو له وجهې په ياد سيريز کې شتون نه لري.

ویسټ انډیز او پاکستان به د پنجشنبې په ورځ په دریمه شل اوریزه لوبه کې سره مخامخ شي. پاکستان تر دې وړاندې د لومړۍ دوه شل اوریزو لوبو لړۍ هم ګټلې وه. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د شنبې په ورځ درې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

لا تراوسه معلومه نده چې ياد سيريز به دواړه وکړي يا نه؟ که د ويسټ انډیز د څو نورو لوبغاړو د کرونا پايلې مثبتې راشي ښايي ياد سيريز لغوه اعلان شي.

Leave a Reply