رضوان د پاکستان لپاره ناممکن ریکارډ جوړ کړ

پاکستان د ویسټ انډیز لوبو په جریان کې، د نړۍ د ټولو لوبډلو ریکارډ مات کړ.

د محمد رضوان او بابر اعظم چې ډېره په زړه پورې جوړه دی چې ټوله نړۍ ورته حیرانه دی، نو پاکستان د پنجشنبې په ورځ د کوویډ ځپلې ویسټ انډیز ټیم په وړاندې د (۳-۰) لوبو په بایللو سره پاکستان د نړۍ ریکارډ مات کړو.

ویسټ انډیز د نیکولاس پورن نیمه سلیزې په مرسته په (۲۰) اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځیدو (۲۰۷) منډو وټاکو.

بابر او رضوان د لومړۍ ويکټې په درلودو سره يوازې په (۹۱) توپونو (۱۵۸) منډې جوړې کړې او اصف علي د لوبې په پای ته رسېدو سره پاکستان ياد هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو او اووه توپونو په پاتې کېدو پوره کړ.

پاکستان لوبډلې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې د توپ وهنې له لارې ډېر ریکارډونه مات کړل.

رضوان سږکال په ښه شکل لوبې وکړې، ځکه چې هغه لومړی توپ وهونکی شو چې په یو کال کې یې په (T۲۰) کې (۲۰۳۶) منډې جوړوي.

په یوه کال کې تر ټولو زیاتې منډې په (T۲۰)کې.

محمد رضوان په ۲۰۲۱ م کال کې- (۲۰۳۶)
بابر اعظم په ۲۰۲۱ م کال کې- (۱۷۷۹)
ګریس ګیل په ۲۰۱۵ م کال کې (۱۶۶۵)
ویرات کوهلي په ۲۰۱۶ م کال کې (۱۶۱۴)
بابر اعظم په ۲۰۱۹م کال کې (۱۶۰۷)

په پاکستان کې د T20I تر ټولو زیاتې منډې منډې:

کراچۍ: پاکستان په ۲۰۲۱ م کال کې د ویسټ انډیز په وړاندې (۲۰۸)
کراچۍ: ویسټ انډیز په ۲۰۲۱ م کال کې د پاکستان په وړاندې (۲۰۷)
کراچۍ: پاکستان په ۲۰۱۸ م کال کې د ویسټ انډیز په وړاندې (۲۰۵)
کراچۍ: پاکستان په ۲۰۰۸ م کال کې د بنګله دېش په وړاندې (۲۰۳)

پاکستان د ویسټ انډیز په وړاندې په ګډه ترټولو بریالی ریکارډ هم ثبت کړ. هند په 2019م‌ کال کې په حیدراباد کې د ویسټ انډیز پروړاندې 208 منډې کړې وې ، او پاکستان وکولی شو د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې دا سکور مات کړي.

د ویسټ انډیز په وړاندې ترټولو بریالۍ منډې:

په ۲۰۲۱ م کال کې د پاکستان لخوا کراچۍ (۲۰۸)
په ۲۰۱۹ م کال کې د هند لخوا حیدرآباد (۲۰۸)
په ۲۰۰۷ م کال کې د سویلي افریقا لخوا جوهانسبرګ (۲۰۶)
په ۲۰۱۸ م کال کې د هند لخوا چنای (۱۸۲)

د ۲۰۸ منډو په زړه پورې هدف په T20l کې د پاکستان تر ټولو لوړ هدف و، چې دوی د دې کال په پیل کې په سنچورین کې د سویلي افریقا پروړاندې (۲۰۵) منډې جوړې کړې وې.

د پاکستان لخوا تر ټولو بریالۍ منډې

کراچۍ په ۲۰۲۱ م کال کې د ویسټ انډیز په وړاندې (۲۰۸)
سنچورین په ۲۰۲۱ م کال کې د سریلانکا په وړاندې (۲۰۵)
جوبرګ په ۲۰۲۱ م کال کې د سریلانکا په وړاندې (۱۸۹)
هارار په ۲۰۱۸ م کال کې د اسټراليا په وړاندې (۱۸۷)

Leave a Reply