د نړۍ لس غوره پاسپورتونه؛ د ترلاسه کولو لپاره يې شرطونه څه دي؟

لسم نمبر: هنګري: د هنګري هيواد پاسپورت په نړيواله کچه په لسم مقام کې ځای لري؛ که چيرې تاسو د ياد هيواد پاسپورت له ځانه سره ولری، کولی شی د نړۍ ۱۸۴ هيوادونو ته پرته د ويزې له فيس سفر وکړئ.
د ياد هيواد پاسپورت په واسطه تاسو کولای شی د نړۍ ۱۹۴ هيوادونو ته سفر وکړئ. که چيرته تاسو غواړی د ياد هيواد پاسپورت ترلاسه کړی؛ لږ تر لږه تاسو بايد اته کاله په ياد هيواد کې په دايمي ډول اوسیدلي وای او د هنګري ژبې سره پوره بلدتيا ولری؛ او هيڅ کوم جرمي ريکارډ بايد په تاسو پسې نه وي ثبت.

نهم نمبر: استراليا او کاناډا: د استراليا او کاناډا هيوادونو پاسپورټونه هم په نړيواله کچه لوړ اعتبار لري، که چيرې تاسو غواړی، د استراليا پاسپورټ ترلاسه لږ تر لږه تاسو بايد په دې هيواد کې څلور کاله په قانوني ډول اوسیدلي وای.
دوهم شرط يې همدادی چې د يو کال په جريان کې تاسو هلته بايد نهه مياشتې په مسلسل ډول استوګنه ولری.
کاناډا: کاناډا هم يو له هغه هيوادونو دې چې پاسپورټ يې په نړيواله کچه ځانګړی ارزښت لري؛ که چيرې تاسو غواړی د ياد هيواد پاسپورت ترلاسه کړی نو لږ تر لږه بايد پنځه کاله په ياد هيواد کې استوګنه ولری.
تاسو بايد مالي ثبات ولری او هيڅ کومي جرمي ريکارډ بايد تاسو پسې ثبت نه وي؛ وروستی شرط يې دادی چې تاسو بايد په انګليسي او فرانسوي ژبو مکمله بلدتيا ولری.

اتم: ګریس، مالتا، چيک جمهوريت او ناروې:  د دې هیوادونو پاسپورټونه لا هغو هېوادونو څخه دي کوم چې په نړیواله کچه ډېر اعتبار لري که چیرې تاسې غواړی د ناروې هېواد پاسپورټ تر لاسه کړی تاسو حد اقل په تیرو لسو کلنو کې لږ تر لږه هلته اوه کاله اوسېدلي وای؛ او تاسې باید هېڅ جرمي ریکارډ ونه لرئ.
د ګریس پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره تاسې باید حد اقل اوه کاله هلته استوګنه ولرئ.
او که چیرې د مالتا هېواد پاسپورټ ترلاسه کړئ لږ تر لږه درو کالو څخه تر پنځو کالو پورې هلته اوسیدلي وی او په انګلیسي ژبه کې مسلکي وی.
د چېک جمهوريت پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره تاسې باید پنځه کاله هلته اوسیدلي وی هېڅ جرمي سابقه ونه لري.

اووم: امریکا، بلجيم، نیوزلینډ او سويزرلېنډ: دا هیوادونه لا هغو هېوادونو څخه دي کوم چې پاسپورټونه یې په نړیواله کچه لوړ اعتبار لري، که چیرې تاسې غواړئ د بلجیم د پاسپورټ لپاره افلای وکړی تاسې باید لږ تر لږه هلته پنځه کاله استوګنه ولری او تاسې باید پرینچ جرمن او ډچ ژبو باندې خبرې وکړای شی.
او که چیرې تاسې د نیوزیلنډ او انګلستان پاسپورټونو تر لاسه کول غواړی یا لږ تر لږه تاسې باید هلته پنځه کاله دایمي اوسیدلي وی.
د انګليستان پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره يو شرط دا هم دی چې تاسې باید په انګلیسي ژبه کې هم مسلکي وی او د انټیګریشن امتحان مو هم پاس کړی وي.
او د امریکا پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره تاسې باید لږ تر لږه درې تر څلورو کلونو دایمي استوګنه ولرئ او تاسې باید بسیک انګلیش باندې پوه وی، د دغو هیوادونو پاسپورټونه تاسې ته اجازه درکوي چې د ۲۸۷ هیوادونو پورې سفر وکړئ.

شپږم: سويډن، فرانسه، پرتګال، نیدرلند او ایرلینډ:
دا هغه هېوادونه دي چې پاسپورټونه یې په نړیواله کچه شهرت لري که چېرې تاسې غواړی د سویډن پاسپورټ تر لاسه کړی تاسې باید هلته پنځه کاله دایمي استوګنه ولری.
او د پرتګال پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره شپږ کاله دایمي استوګنه ضرورت دی او همدارنګه تاسې باید پرتګالې ژبه هم زده وي که غواړئ د نیدرلند، ایرلینډ او فرانسې هېوادونو پاسپورټونه ترلاسه کړئ تاسې باید لږ تر لږه هلته پنځه کاله استوګنه ولرئ
او د یادو هېوادونو لا ژبو سره بلدتيا ولرئ.

پنځم: اسټريه: که چیرې تاسې غواړئ د اسټراليا هېواد پاسپورټ ترلاسه کړئ نو تاسې باید لږ تر لږه لس کاله هلته اوسیدلي وی او همدارنګه په جرمني ژبه بلدتیا ولرئ او د دوی له کلتور سره هم بلدتیا ولرئ.
څلورم: لوکزمبورک، اټاليا، پينلینډ: که چېرې تاسې غواړئ د ايټاليا هیواد د پاسپورټ لپاره افلای وکړی يو شرط همدا دی چې تاسې باید د دوی له کلتور سره بلدتیا ولری او هلته تاسې باید لږ تر لږه پنځه کاله اوسېدلي وی او په ايټالياوي ژبه خبري وکړای شئ.
د پينلینډ هېواد پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره تاسې باید هلته پنځه کاله اوسېدلي وی.
لوکزامبورګ یو کوچنی هیواد دی او که تاسې غواړئ د دې هېواد پاسپورټ تر لاسه کړئ نو تاسې باید هلته لږ تر لږه اوه کاله اوسېدلي وی او د لوکزامبورګ هېواد په مورنۍ ژبه بلدتیا ولرئ.

دریم: جرمني او شمالي کوریا: یو لا هغه هیوادونو څخه دي کوم چې پاسپورټونه یې د نړۍ په کچه دریم مقام لري، که چیرې غواړئ د کوریا پاسپورټ ترلاسه کړئ تاسې باید لږ تر لږه پنځه کاله تیر کړي وي او تاسې باید په بیسک کوریا ژبه باندې وپوهیږئ او که چیرته تاسې هلته نظامي وظیفه وکړئ ستاسې د پاسپورټ چانس لا زیاتیږي.
او په جرمني کې تاسې باید لږ تر لږ اوه کاله تیر کړي وي او هلته مو د انټیګریشن کورسونه ویلي وي او تاسې باید په جرمني ژبه بلدتیا تر لاسه کړئ او د‌ دوي په کلتور باندې هم بلدتیا ولرئ.

دویم: سینګاپور: سینګاپور څلور ژبې لري که تاسې د سنګاپور پاسپورټ ولرئ نو تاسې کولای شئ چې ۱۹۹ هیوادونو ته د ویزو فیس پرته سفر وکړئ او د پاسپورټ د تر لاسه کولو لپاره باید‌ په سینګاپورۍ ژبه باندې خبرې وکړای شی.

اول: جاپان جاپان په نړیواله کچه په لومړي مقام‌ کې ځای لري که چيرې تاسې د جاپان هيواد پاسپورت ولري کولی شی د ويزې له فيس پرته د نړۍ ۱۹۳ هيوادونو ته سفر وکړی‌. د ياد هيواد د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره تاسې باید لږ تر لږه پنځه کاله په جاپان کې اوسېدلي وای او د جاپان ژبه مو زده کړي وي.

Leave a Reply