افغان نولس کلنه لوبډله په اسيا جام کې د ګډون په موخه اماراتو ته روانه شوه

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن په اسيا جام کې دی ګډون په موخه اماراتو ته ورسيده. افغان نولس کلنو کم عمره لوبډله به د ياد جام لومړی لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د پاکستان خلاف ترسره کړي.

ياد جام کې سږ کال اته لوبډلې برخه لري؛ پنځه لوبډلې بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې( افغانستان، بنګلاديش، پاکستان، سريلانکا او هندوستان) او پاتې درې لوبډلې نيپال، کويټ او متحده عربي امارات دي کې د غوراوي پړاوه يې ياد جام ته لاره موندلې.

افغان لوبډله د يادو سياليو په الف ګروپ کې قرار لري؛ چې د پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو سره به سيالۍ ترسره کوي.

د يادو سياليو په لړ کې به افغان لوبډله لومړنی لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د پاکستان په خلاف ترسره کوي. او دوهمه لوبه يې د شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو سره او وروستی سيالۍ به ددوشنبي په ورځ له هندوستان سره ترسره کوي.

د نولس کلنو کم عمره لوبډلې سره د خدای په امانۍ پرمهال د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس ميرويس اشرف زياته کړه، چې نولس کلنه لوبډله پوره چمتو دی، په کابل او ننګرهار کې د لوبغاړو لپاره تمريناتي کیمپونه جوړ شوي وو.

ميرويس اشرف همداراز زياته کړه چې ټولو لوبغاړو يو-يو ازموينه ورکړې او په لوبډله کې ټول هغه لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې د يو-يو ازموينه يې پاس کړې.

Leave a Reply