هند هم خپله نولس کلنه لوبډله اعلان کړه

هند د ۲۰۲۲ز کال لپاره خپله ۱۹ کلنه ملي لوبډله د نړیوال جام لپاره اعلان کړه چې ۱۷ لوبغاړي پکې شتون لري.

د هند سلیکشن کمیټې (ای سي سي) د راتلونکې نړیوال جام لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان ته وسپارله.

هند ۱۹ کلنې ملي لوبډلې څلور ځله نړیوال جام ګټلی چې په لاندې ډول دی.

هند ۲۰۱۸ز،۲۰۱۲ز،۲۰۰۸ز،۲۰۰۰ز کال کې د ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټلی، او یاد مو وي چې هند ۱۹ کلنې لوبډلې په دې تیر ټورنمنټ کې یې دوهم مقام ګټلی وو.

د هند ۱۹ کلنو نړیوال جام به د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ میاشت په ۱۴ نیټه په ویسټ انډیز هیواد کې تر سره شي، چې د فبروري تر ۵ مې به دوام وکړي.

په یاد جام کې مخکې لا دې څخه افغانستان، اسټراليا او هند او همداسې یو شمیر نورو لوبغاړو چې پکې لوبیږي خپلې لوبډلې اعلان کړي دي.

د افغانستان په ګډون په دې جام کې پنځلس لوبډلې لوبې ترسره کوي.

ټولې لوبډلې په ۸ ګروپونو ویشل شوي دي او په هر ګروپ کې څلور څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کوي.

Leave a Reply