د افغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی صدیق الله اتل لنډ ژوند لیک

د افغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی صدیق الله اتل لنډ ژوند لیک.

د افغانستان کرکټ نولس کلنې لوبډلې لوبغاړی صدیق الله اتل په ۲۰۰۱م کال په لوګر ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

ښاغلي اتل په لوګر ولایت په اوه کلنۍ کې کرکټ ته را ودانګل، د کرکټ لومړۍ زده کړې یې د لوګر په کلبونو کې تر لاسه او له هغه وروسته په ولایتي لوبو کې د ځلیدو وروسته د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې د نولس کلنو ملي کمپ ته وربلل شو.

او د کرکټ د کمیس پر ځان کولو لپاره یې تر ۲۰۱۹ کال پورې صبر وکړ. او لا هغې څخه وروسته د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې سره یو ځای شو.

صدیق اتل کله چې د دولسم ټولګي څخه فارغ شو نو په مستقیمه توګه یې کانکور ته امتحان ورکړو او د ښو نمرو په درلودو سره یې د کابل پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي ته کامیاب شو.

صدیق اتل لا هغې وروسته د پوهنتون څخه د یو کال لپاره تعجیل واخیست، غوښتل یې چې د نولس کلنو لوبغاړو سره یو ځای شي، هغه وو چې پوهنتون یې پریښود او کرکټ ته یې مخه کړه.

Leave a Reply