د افغانستان کرکټ بورډ ته د رئیس الوزرا په مشرۍ نهه تنه غړي معرفي شول

د عمومي رئيس ښاغلي میرویس اشرف په ګډون د افغانستان کرکټ بورډ لپاره ۹ تنه غړي معرفي شول، او په دې سره به یې اشرف مشري پر غاړه لري

د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف چې د رئیس الوزرا چې د ۵۵۸ شمیرې د حکم پر بنسټ سره د کرکټ بورډ مشر ټاکل کړی دی.

. د نوموړي ترڅنګ ملي سوداګر ښاغلی عبدالرحمن الکوزی، د کام ایر هوايي شرکت مشر ښاغلی زمری کامګار، ملي سوداګر عبیدالله صدرخېل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال ښاغلی خان جان الکوزی, د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر خالد حاتم، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی ښاغلی الله داد نوري، د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د نوولس کلنو ملي لوبډلې روزونکی ښاغلی رییس احمدزی او د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس ښاغلی رحمت الحق فضیل د بورډ د غړو په توګه معرفي شوي دي.

یادونه وړ دی کوم کسان چې نوي را معرفي شوي دي، دا د هغو کړنو لپاره را معرفي شول کوم چې په کرکټ کې زیاته اړتیا ورته موجوده وه، او لا ټولو غړو څخه یې دا غوښتنه کړې چې د کرکټ بورډ په مالي چارو کې زیاته توجه باید ورته وشي، تر څو افغان کرکټ بورډ ته زیات مالي مرستې وشي.

 

Leave a Reply