افغانستان د پاکستان په وړاندې

د نولس کلنو اسيا جام سيالۍ به سبا په متحده عربي اماراتو کې پيل شي؛ او افغان لوبډله به د پاکستانۍ لوبډلې پروړاندې خپل بخت وازمويي.

سبا د اسيا جام سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کيږي؛ امارات د هندوستان پر وړاندې او افغانستان به د پاکستان پر وړاندې ولوبیږي.

افغانستان او د پاکستانۍ لوبډلې لوبه به سبا د کابل پر وخت د سهار مهال شروع شي، ياده لوبه به په دوبۍ کې ترسره کيږي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشري به سليمان ساپی کوي، ياد لوبغاړی يو بهترين توپ وهونکی، او په افغان لوبډله کې د سليمان ساپي په شمول ځينې نور مخکښ لوبغاړې هم شته؛ بلال سيدي، محمد اسحق او لکڼوال نور هغه لوبغاړې دي چې په ياده لوبه کې حساب ورباندې کيږي.

يادې لوبې په کوم تلويزيون نه ښودل کيږي، خو ښايي ځينې افغان وطنوالان يې لايف کړي. اميد دې چې سبا به افغان ځوانان د پاکستان لوبډله ماته کړي.

Leave a Reply