د افغان لوبغاړو ريکارډونه په ۲۰۲۱ کال کې

د ۲۰۲۱ کال ختميدو ته يوه اونۍ او دوه ورځې، په دې کال کې افغان لوبغاړو د کرکټ په ډګر کې مهم نړيوال ريکارډونه جوړ کړل.

د هغو افغان لوبغاړو له جملې چې په ياد کال کې يې ريکارډونه په خپل نوم کړي، مجيب الرحمن، محمد نبي او راشد خان شامل دي.

۱- راشد خان دویم لوبغاړی شو چې د شل اورونو په کمو نړیوالو لوبو کې ۱۰۰ کسان اوټ کوي. تر ده مخکې شکیب الحسن دا کار کړی و.

۲- راشد خان لومړی  لوبغاړی شو چې په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې په ۵۶ لوبو کې ۱۰۰ کسان اوټ کوي. تر ده مخکې د سریلانکا لاسیت ملینګا په ۷۶ لوبو کې او د نیوزلند ټیم سوتي او د بنګله دېش شکیب الحسن په ۸۴ لوبو کې دا کار کړی و.

۳- راشد خان د پاکستان د عمر ګل او شکیب الحسن سره په یوې لوبو کې د څلورو کسانو  د اوټ کولو ریکارډ کې یو ځای شو. دوی, د کرککټرکر د راپور په اساس, شپږ وار په یوې لوبې کې هر ځل دومره کسات اوټ کړي دي

۴- محمد نبي  لومړی افغان لوبغاړی شو چې د کرکټرکر ویبسایټ د معلوماتو په اساس په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۳ ځلې غوره لوبغاړی کیږي. ده په ۸۶ او د هند ویرات کوهلي په ۹۵ دا ډول لوبو کې دومره جایزې اخیستې

۵- او مجیب الرحمن لومړی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې په یوې لوبې کې پنځه لوبغاړي اوټ کوي. ده نړیوال جام کې د سکاتلنډ مقابل کې ۲۰ منډې ورکړې او دومره کسان یې اوټ کړل.

Leave a Reply