د نړۍ تر ټولو غټ موټر چې میلیونه ډالر مصرف پرې شوی

 

د نړۍ تر ټولو غټ موټر یو ځل بیا جوړ شو
دا موټر چې په ۱۹۸۶م کال کې په ګېنیس نړیوال د ریکارډونو په کتاب کې هم ثبت شوی دی، د (Jay Ohrberg) په نامه یو کس ډیزاین کړی او جوړ کړی دی.

یاد موټر دېرش متره اوږد دی او ۲۶ اربې یا ټیرونه لري.

دوه ماشینونه یو مخته او یو شاته لري، دواړو خواوو ته سټرینګ لري، یعنې هرې خواته چې ور وخېږې، پر هغه خوا یې روانولای شې.

د موټر پر یوه خوا د هیلیکپتر طیارې د کښېنستلو ځای لري او په مابین کې یې یو غټ ټب (حوض) هم ور جوړ کړی دی.

په موټر کې دننه سینمایي سیسټم هم شته، په هغه وختونو کې به سپاریان ور خېږول کېدل او پر یوه ساعت بې پینځوس یا سل ډالره ځیني اخیستل.

دا موټر په ۲۰۱۲م کال کې بيخي ورک شو، خو د (مایک مېنینګ) په نامه یوه کس چې د یو موزیم مسئول وو، دا موټر بیرته پیدا کړ او د بیا جوړولو کار یې په ۲۰۱۹م کال کې شروع کړ، چې بالاخره اوس بیرته د هغه پخوا په رقم جوړ شو.

دا موټر ۳۵ کاله وروسته اوس هم په نړۍ کې تر ټولو اوږد موټر دی

Leave a Reply