انټرنشنل مکس پرو ټانکونه څه ډول ټانکونه دي

 

انټرنشنل مکس پرو د کمین پر وړاندې مقاومت لروونکو او پرمختللو ټانکونو څخه ده کوم چې په ۲۰۰۷م کال کې د نویسټار شرکت لخوا ډیزاین شو.

او ضد مرمۍ زري یې د اسرایلي شرکت (plasan sasa) پلاسان ساسا لخوا د امریکا سمندري ځواکونو لپاره جوړه شوې دی.

یاد ټانکونه په دوو برخو یا کټګوریو ویشل شوي دي چې یو یې، (Maxpro) او بل (Mrap) دي، او په دې کې زیات پلورل شوي Mrap ټانکونه دي.

د نورو هېوادو په شمول د افغانستان دولت (۶۰۰) Maxpro ټانکونه لري.

د افغانستان تر څنګ یې پاکستان، امارات متحد عربیه، تایوان, ترکیه، عراق، مصر، او ګڼ شمیر نور اروپایي هیوادونه یې لري.

دتولید_کال (۲۰۰۷)
وزن (۱۳.۶ تر ۱۴.۵ ټنه)
اوږدوالی (۶.۵ تر ۷.۲ متره)
بر (۲.۵ متره)
جګوالی ( ۳ متره)
طراح (نویستار/پلاسان)
تعداد ( ۹۰۰۰)
قیمت (۵۵۰۰۰۰)
خدمه ( ۷_۳نفره)
ظرفیت_بار ۱.۶ تر ۵) ټنه
په خدمت کې د (۲۰۰۷) -تر اوسه
له ځمکې فاصله (۳۵) سانتې متره
سیستم: څلور سره پایې کار کوي
مخابره آلیسون (۵۳۰۰۰) سرعت اتومات
انجن (۳۳۰) هارس پاور
په جنګونو کې افغانستان،عراق او سوریه.

Leave a Reply