مجیب د پاکستان پرځای بل لیګ غوره کړ

 

مجیب الرحمن چې اوس مهال په په بیګ باش لوبو کې لوبې ترسره کوي، مجیب الرحمن چې د افغان لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی دی غواړي چې د بنګله دېش ( بي پي ایل ) اتم پړاو کې سیالیو کې د لوبیدو اراده کړې.

باریسال هیله څرګنده کړې چې هغه د مجیب الرحمن سره په دې اړه خبرې کړي، او پوره ډاډ یې راکړی مجیب الرحمن په دې اړه د بنګله دېش لیګ اتم پړاو سیالیو کې به لا دوی سره لوبې ترسره کوي.

مجیب په دې خاطر د پاکستان سوپر لیګ لپاره نوم لیکنه نه وه کړې، تر څو د معین علي، فاف ډوپلیسي او سنیل ناراین لوبغاړو د پاکستان سوپر ليګ پر ځای یې بنګله دېش لیګ غوره کړی وو.

د بنګله دېش لیګ راتلونکی پړاو به د جنورۍ له ۲۰مې پیل او د فبرورۍ تر ۲۰مې به دوام ولري. دا نېټه که څه هم د بیګ باش او پي ایس اېل سره په ټکر کې دی، خو د بي پي اېل اداره وایي چې زموږ د پي ایس اېل له ټکر سره سروکار نشته.

بنګله دېش لیګ به د روانې دسمبر میاشتې په ۲۷مه د ډرافټ مراسم ترسره کوي، چې ټولې شپږ لوبډلې به پکې برخه ولري او ښایي سږ کال د بنګله دېش لیګ کې په سکواډونو کې درې-درې لوبغاړو ته د لوبېدو اجازه ورکړل شي.

Leave a Reply