پاکستان تر څو چې په خپل کور کې ماتې ورنکړم ارام نه کینم

 

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا ویلي، مونږ به تر هغې ارامه ساه وانخلو تر چې اسټراليا لوبډلې ته په کور کې ماتې ورنکړو، مونږ هڅه کوو چې خپلې لوبډلې ته په پوره توګه چمتوالی ونیسو.

رمیز د نیوزلینډ لوبډلې په اړه هم انديښنه ښودلې ده رمیز وايي که چیرې نیوزیلنډ لوبډله د پاکستان لا سفر څخه انکار وکړي نو باوري يم چې د پاکستان کرکټ بورډ به یو لوی ناورين سره مخ شي.

رمیز په دې اړه مسلسل څو ساعته خبرې وکړې او د کم عمره هلکان په اړه یې څو دقیقې بحث وکړو رمیز وايي چې زما یواځینی هدف د ځوانو هلکانو کرکټ ته راجلبول دي او دا ارمان به زه پوره کووم.

رمیز په کرکټ بورډ مستقیم غږ وکړ، وایې ویل تر څو چې په کرکټ کې بنیادي کارونه سم نه شي تر هغې مو کورنی او نړیوال کرکټ پرمختګ نشي کولای، او وايي چې هڅې مو روانې دي ډیری کارونه سم او نور مخته روان دي.

او د غونډې نه وروسته یې یو ځل بیا هغه خبر یاد کړه تر څو چې پاکستان ته په خپل کور کې ماتې ورنکړم تر هغې ژوند راته اور ګرځیدلی.

Leave a Reply