د کرکټ د نړۍ مالداره لوبغاړې؛ څوک ډيرې پيسې لري؟

مونږ دلته د هغه څه په اړه معلومات را غونډ کړي کوم چې د کرکټ لا قراردادونو پیسې لاسته راوړي

دلته د نړۍ تر ټولو بډایه کرکټرانو ته یوه کتنه کوو.

سچن ټنډولکر

د هند مشهور اوپنر سچن ټنډولکر د نړۍ تر ټولو بډایه لوبغاری دی، ټنډولکر (۱۰۹۰) کروړه روپۍ لا ځان سره لري، ټنډولکر اوس له نړیوال کرکټ څخه تقاعد شوی مګر هغه لاهم د مختلف برانډ تاییدونو او سپانسرشپ معاملو څخه پیسې لاسته راوړي.

ایم ایس دهوني

د هند پخوانی لوبډلمشر مهندرا سینګ دهوني د نړۍ یو له مشهورو لوبغاړو څخه دی، د دهوني په کپتانۍ کې د هند کرکټ لوبډلې دوه اسیا کپونه، یو د ICC چمپینز ټرافي، د ICC T20 نړیوال جام او د ۲۰۱۱م کال د کریکټ نړیوال جام ګټلی دی. دهوني د ۷۶۷ کروړه روپیو خالص ارزښت سره د نړۍ دوهم بډایه کرکټر یا لوبغاړی دی.

ویرات کوهلي

د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي بې له شکه په اوس وخت کې تر ټولو مشهور لوبغاړی دی، هغه د ۶۳۸ کروړه روپیو خالص ارزښت سره د نړۍ دریم بډایه کرکټر دی. کوهلي خپل فیشن برانډونه Wrogn او One8 لري, هغه د کرېکټ یوازینی لوبغاړی دی چې د فوربس په نړۍ کې د لوړ معاش لرونکو لوبغاړو په لیست کې شامل دی.

ريکي پونټينګ

د اسټرالیا پخوانی کپتان ریکي پونټینګ په ۲۰۱۲ م کال کې له کرکټ څخه د تقاعد کیدو سره سره د کرکټ څلورم بډایه لوبغاړی دی، د هغه شتمني ۵۰۰ کروړه روپۍ ده.

براین لارا

د هر وخت یو له سترو توپ وهونکو څخه شمیرل کیږي، د ویسټ انډیز پخوانی توپ وهونکی براین لارا د نړۍ پنځم بډایه لوبغاړی دی د هغه خالص ارزښت ۴۱۵ کروړه روپۍ دی.

Leave a Reply