نوین الحق په پي ايس ال کې له لوبيدو انکار وکړ

د افغان ملي لوبډلې مخکښ توپ اچونکې نوين الحق د پاکستان غوره ليګ سياليو کې د نه لوبيدو پريکړه کړې. نوين الحق به د يادې پريکړې له مخې په راتلونکي اوم پړاو پاکستان سوپر ليګ کې ګډون ونه کړي.

د نوين منيجر وايي چې نوين الحق د شخصي مصروفیتونو له کله سږکال د پاکستان غوره ليګ سياليو کې نه شي لوبیدلی.

هغه وايي ” غواړم تائيد کړم چې نوين پاکستان سوپر ليګ کې د نه ګډون پريکړه کړې ده، پي ايس ايل ښه ليګ دی او مونږ غواړو چې نږدې راتلونکي کې يې برخه وال اوسو.

خپله نوين الحق هم پر خپله ټویټر پاڼه د دې خبر پخلی کړی او پخپل ټويټر يې ليکلي چې پاکستان يادو سياليو کې په نه ګډون خواشینی دی او هيله لري، ترڅو راتلونکې کوم بل وخت کې ياد ليګ کې ولوبیږي.

نوين وايی: خواشینی يم چې پاکستان سوپر ليګ کې ګډون نه شم کولی، هيله لرم چې راتلونکي کې کوم وخت پکې ولوبیږم”.

د پاکستان سوپر ليګ اوم پړاو د جنورۍ مياشتې په ۲۷مه نيټه پيليږي او نوين الحق څه موده وړاندې ډرافټ مراسمو په ترڅ کې د کوټې لوبډلې له لوري اخيستل شوی و.

ياده دې وي چې له دې وړاندې نوين الحق يو بل ليګ پرمهال د شاهد افريدي سره لفظي شخړه هم کړې وه، او دا ځل له شاهد افريدي سره په يو ټيم کې وو.

Leave a Reply