ډهاکې لوبډلې څلور افغان لوبغاړې واخستل

د بنګلاديش غوره ليګ سياليو د ډرافټ مراسم نن د ډيسمبر په ۲۷ نيټه شروع شول؛ تراوسه يوازې د ډهاکې لوبډلې له لورې څلور افغان لوبغاړې اخيستل شوي.

د بنګلاديش غوره ليګ سياليو کې سږ کال شپږ لوبډلې ګډون کوي، او ياد ليګ به د راتلونکې ۲۰۲۲ م کال د جنوري په ۲۱ شروع او د فبروري تر ۱۸ نيټې به دوام وکړي.

د ياد ليګ د بولۍ مراسمو په ترڅ کې تراوسه پنځه افغان لوبغاړې اخيستل شوي؛ چې له دې جملې يوازې ډهاکې لوبډلې لخوا څلور لوبغاړې؛ قيص احمد، شهزاد محمدي، نجيب الله ځدراڼ او فضل الحق فاروقي اخيستل شوي.

نوين الحق بيا ياد ليګ کې د خولنا ټايګرز لوبډلې لخوا اخيستل شوی؛ نوین الحق پرون د يو ټويټ پرمهال د پاکستان غوره ليګ سياليو کې د نه لوبيدو پريکړه کړې او تازه بنګلاديش لیګ د يوې لوبډلې لخوا اخستل شوی.

د بنګلاديش غوره ليګ سياليو د بولۍ مراسم تراوسه پای ته نه دي رسيدلي او ښايي نور افغان لوبغاړې هم په ياد ليګ کې واخستل شي.

Leave a Reply