دا انځورونه ولې د خلکو غبرګون سره مخ شول

له هغې وروسته چې د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لورې د جنرال کارټر سره ترسره شوې مرکه خپاره شوه؛ يادې مرکې بيلا بيل ډول غبرګونونه له ځان سره لرل.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور او مخکښ آل راونډر محمد نبي په خپل ټويټر پاڼه او فسبوک پاڼه له ولسمشر غني سره يوځای اخستل شوی انځور خپور کړ.

د محمد نبي له لورې ياده کړنه هم له بيلا بيلو غبرګونونو سره مخ شوه، د محمد اشرف غني مخالفینو د محمد نبي له دې کار سره مخالفت وښود، ځينو يې ويلي چې بايد کرکټ له سياست سره جلا وي، او نبي بايد دا کار نه وی ترسره کړی.

خو د محمد اشرف مينوالو لخوا د محمد نبي ياد اقدام د ستايلو وړ بلل شوی، او له محمد نبي ددې کار لپاره مننه هم شوی، زياترو مينوالو له محمد نبي غوښتې چې بايد نور لوبغاړې هم وهڅول شي ترڅو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني انځورونه پر خپلو فسبوک پاڼو خپاره کړي.

له دې کار وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې يو بل مخکښ لوبغاړې اصغر افغان هم د ولسمشر محمد اشرف غني انځور په خپله ټويټر پاڼه خپور کړ.

محمد نبي او اصغر افغان دا کار له هغې وروسته وکړ چې څه موده وړاندې د يو پروژې له لورې محمد اشرف غني د نړۍ دوهم مفسد شميرل شوی وو، او له بله پلوه د تيرې ورځې مرکې هم بيلا بيل غبرګونونه لرل.

ياده دې وي محمد نبي په تير شل اوريز نړيوال جام کې د ملي سرود د اوريدو پرمهال هم ژړلي وو.

Leave a Reply