هغه هوټل چې مکمل د سرو زرو څخه جوړ دی

 

دا په نړۍ کې یوازینی هوټل دی، چې له سرو زرو جوړ دی!

د دې هوټل ټولې کاشې، د اوبو نلونه، دروازې، لوښي، پیالې، تشنابونه، حوض او نور وساېط او وسایل له سرو زرو جوړ شوي یا د سرو زرو پوښ لري.

په دې هوټل کې د یوې شپې د اوسېدو لګښت ۲۵۰$ ډالره دی، یو شخص د هوټل په اړه داسې وايي.

کله چې زه په اولین ځل هوټل ته داخل شوم ما داسې فکر وکړو چې دا یو خوب دی او زه هیڅ نه پوهیدم چې دا هر څه به رښتیا وي.

ما داسې فکر کولو چې دا به هیڅ حقیقت نه لري او دا به یو خیال وي، هو نه دا هر څه په حقیقت و، ټول داسې ځایونه وو لکه د فرعون د اوسیدو ځای.

دا هوټل د ویتنام په پایتخت(هانوی) کې واقع ده، او پر جوړولو یې ۲۰۰ میلیونه ډالر لګښت راغلي.

تر ټولو جالبه یې دا دی چې دا هوټل د غریبو کسانو لپاره جوړ شوی دی، چې سره زر نه لري تر څو وکولای شي چې په دې هوټل کې د سرو زرو څخه په اسانۍ تسکین واخلي.

 

Leave a Reply