څلور افغان لوبغاړې د کرکټ ملي ټيم څخه استعفا ورکوي

د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي د افغان ملي لوبډلې د ځينو لوبغاړو نومونه پر خپله فیسبوک پاڼه ذکر کړي چې ګواکې هغوی به استعفا ورکړي.

د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیزالله فضلي پر خپله فیسبوک پاڼه ليکلي چې:

محمد نبي، حمید حسن، شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینواری به لا ملي لوبډلې استعفا ورکړي.
فضلي مخکې د دندې پر مهال هم همداسې ادعاوې کولی هو کومه نتیجه یې ورنکړه او د خلکو توجه یې ځانته واړوله.

له هغې وروسته کله چې په تیر ۲۰۲۱م کال نړیوال شل اوریز جام ته لوبډله اعلان شوه، او په لوبډله کې یو شمیر زياتو پخوانيو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شو نو له دې سره د خلکو نیوکې بیخي زیاتې شوې نو په همدې اساس فضلي دې نیوکو د خلاصون لپاره ټوله پړه په لوبغاړو واړوله چې هغه استعفا ورکوي.

فضلي اوس هم همداسې ادعاوې کوي چې ګواکې ځيني لوبغاړي خپله استعفا اعلانوي، هو دا ادعاوې کومې رسمي سرچینې نه دي تائید کړي.

فضلی دوه ځله د افغان کرکټ بورډ عمومي رئیس په حيث وټاکل شو؛ اما يوازينی لاس ته راوړنه یې په لوبډله کې نفاق او بې اتفاقي وه.

Leave a Reply