له بورډه د نوین الحق جالبه غوښتنه

د افغانستان له کرکټ بورډ نوين الحق غوښتي چې باید په شل اوریزه لوبو کې ولوبول شي. نوین الحق د افغانستان ملي لوبډلې ځوان توپ اچونکی دی.

په دې کار سره نوین الحق غواړي د راتلونکې نړيوال شل اوريز جام لپاره ځان آماده کړي، او هغه سياليو ته تيار شي.

نوین الحق د ملي لوبډلې ځوان او مخکښ توپ اچونکی دی؛ نوموړی د افغانستان نولس کلنو لوبډلې کپتان هم پاتې شوی.

افغانستان ملي لوبډله اوس مهال قطر ته رسيدلې ترڅو د هالنډ لوبډلې سره لوبې ترسره کړي.

افغانستان په تير نړيوال شل اوريز جام کې پنځه لوبې ترسره کړې يوازې دوه لوبډلې سکاټلنډ او نمیبیا ته يې ماتې ورکړه.

په تير نړيوال جام کې د ايزو بالرانو د نشتوالی له کبله افغانستان د پاکستان په وړاندې لوبه وبایلله، هغه لوبه چې د ګټلو زيات چانس يې له افغانستان سره وو.

Leave a Reply