د افغانستان د کورنيو لوبو مهالوېش اعلان شو

له ځنډ وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۲م کال لپاره د کورنيو لوبو مهال ويش اعلان کړ، افغان کرکټ بورډ پلان لري چې د کورني کرکټ په برخه کې سږکال په مختلفو فارمټونو کې د بيلا بيلو لوبډلو ترمنځ ګڼې لوبې ترسره کړي، ترڅو له همدې لارې نوي استعدادونه پيدا کړي.

د ياد مهال ويش له مخې به د کورنيو سياليو پيل د وزير محمداکبر خان په ولايتي لوبو سره وشي، او د راتلونکې فبرورۍ مياشتې په لومړيو کې به لومړی او دویمه درجه ولايتي لوبې ترسره شي.

د ياد مهال ويش له مخې به په دوهمه درجه ولايتي لوبو کې ۲۶ او په لومړی درجه ولايتي لوبو کې به د ۲۱ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

له دې وروسته به د روان ميلادي کال په مارچ میاشت کې د زونونو په کچه د شپاړس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو ترمنځ يو ټورنمنټ ترسره شي.

د همدې مارچ مياشت په وروستيو کې به د نېشنل ټي ټونټي کپ په نوم لوبې وشي چې ګڼ شمېر کورني او ملي لوبغاړي به پکې ولوبېږي او له منځه به يې غوره لوبغاړې د شپږيزې کرکټ ډرافټ کې هم شامل شي.

افغان کرکټ بورډ ويلي چې له دوه کاله ځنډ وروسته به په مۍ مياشت کې دا ځل دوی د زونونو په کچه دري ورځنۍ لوبې هم بيا ترسره کړي.

ورپسې به په جون او جولای مياشتو کې د افغانستان د کورني کرکټ ترټولو سترې لوبې شپږیزه کرکټ ليګ ترسره شي.

د افغان کرکټ بورډ د خبر په اساس چې په جولای او اګست مياشتو کې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو لوبو څخه وروسته به په سپتمبر مياشت کې د پنځه زونونو معلوليت لرونکو وګړو ترمنځ هم يو ټورنمنټ ترسره شي.

د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به د ۲۰۲۲م کال په پای کې د کورني کرکټ تر ټولو سترې يوورځنۍ(ليست ای ) لوبې ترسره شي.

د يادولو ده چې افغان کرکټ بورډ هر ځل د هرکال په پيل کې د کورني کرکټ بوخت مهالوېش اعلانوي، خو د بېلابېلو ستونزو له کبله يادې سيالۍ په منظم ډول پخپل وخت نه دي ترسره شوي او يا بېخي لغوه شوي دي.

Leave a Reply