افغانستان نولس کلنو نړيوال جام سيالۍ کله پیلیږي؟

د افغانستان د نولس کلنو نړیوال جام سیالۍ د روانې جنورۍ میاشت په ۱۴ مه نېټه یعنې راتلونکي جمعه د ویسټ انډیز په کوربه توب پیلیږي.

د افغانستان نولس کلنو لوبغاړو لومړۍ لوبه به د زمبابوې پر خلاف د جنورۍ میاشت پر ۱۶ مه نیټه ترسره شي.

یادې سیالۍ سټار سپورټس خپروي چې افغانستان کې یې ممکن ملي سپورټس تلویزیون خپرې کړي.

د افغانستان نولس کلن لوبډلې د نړیوال جام
مخکې ۲ تمریناتي لوبې ترسره کوي.

خپله لومړۍ تمریناتي لوبه به د راتلونکي دوشنبې ورځ د انګلستان نولس کلنې لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

او خپله دوهمه تمریناتي لوبه د چهارشنبې په ورځ د امارات نولس کلنې لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.

او د نولس کلنو نړیوال جام د راتلونکې جمعې ورځ ماښام ۶:۳۰ بجې شروع کیږي چې د جنورۍ میاشتې د ۱۴ تاریخ سره سمون خوري.

Leave a Reply