په کرکټ کې د تیرې اونۍ مهم خبرونه

 

افغان لوبغاړی راشد خان د افغان نولس کلنې لوبډلې سره د سپوړټ اړوند وسایلو مرسته وکړه.

او په دې سره راشد خان دا پيغام هم خپور کړ، راشد خان وايي چې زما مرسته دا نهايي مرسته نه دې زه غواړم چې د سپورت په ډګر کې که هغه کرکټ وي یا بل کوم سپورتي ډګر زما مرستې او مشورې په ګړندې وي.

تیره ورځ د کرکټ بوړډ عمومي ریس میرویس اشرف زوی پیدا شو.

د میرویس اشرف زوی په پیدا کیدو سره په کرکټ بورډ کې یو ناڅاپه مېلمستیا ونیول شوه او اشرف وايي چې دا مې د زوی شکرانه دی.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سیالې لوبډلې مالومې شوې، او افغانستان به په لاندې هیوادونو سره خپلې لوبې ترسره کوي.

د فوټسال اسیا جام غوراوي لوبو لپاره افغانستان له تاجکستان، اوزبکستان او نیپال سره د لوبې ډګر ته کښته کیږی.

دغه لوبې د اپرېل په لومړۍ نېټه پیلیږي او تر ۱۵ به دوام وکړي.

Leave a Reply