د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې ویزې ترلاسه کړې

د افغانستان کرکټ نولس کلنې ملي لوبډله چې اوس مهال په قطر کې تمریناتي لوبې کوي او د مقابلې لوبډلې لپاره په تمریناتو بوخته دی.

هو څو ورځې کیږي چې هلته د لوبو پو موخه قطر ته خپل سفر کړی دی، او د ویزو په تمه ناست دي.

د ویزو نشتون لا امله د لوبغاړو ستونزې لا په ډیریدو وې، او په‌ دې سره د خلکو غبرګونونه را پورته شول.

پر فیسبوکونو او نور ګڼ شمیر رسنیو پر مخ به د لوبغاړو د ویزو تر لاسه کولو پوسټونه کیدل او لا (ای سي سي) څخه یې غوښتل چې لوبغاړو ته ویزې ورکړي تر څو په نړیوال جام کې ولوبیږي.

هو نن ماخستن وختي افغانستان نولس کلن کرکټ ملي لوبغاړو وکولای شوی چې ویزې تر لاسه کړي.

افغانستان کرکټ نولس کلنې ملي لوبډله به سبا یا د جنوري پر دولسمه نیټه د ویسټ انډیز پر لورې حرکت وکړي.

Leave a Reply