نړيوالې شورا د نولس کلنو نړيوال جام سياليو مهال ويش اعلان کړ

د افغانستان کرکټ نولس کلنې ملي لوبډلې د ویزو په ترلاسه کولو سره بېره به ناوخته ویسټ انډیز هیواد ته ورسیږي.

افغان نولس کلنې لوبډلې تیره ورځ ویسټ انډیز ته سفر کړی، او کله چې ورسیږي د رسیدو وروسته به څو ورځې قرنطین هم شي.

همدا ستونزو ته په کتو سره د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان دوې تمریناتي لوبې هم لغوه کړي دي.

سربیره پر دې چې افغان نولس کلنې ملي لوبډلې ډیر وروسته ویزې ترلاسه کړې د ویزو د نه شتون په سبب په نړیوال جام کې د افغان نولس کلنې لوبډلې لومړۍ لوبې تاریخ هم بدل کړی دی.

د روانې جنورې میاشت په ۱۶ تاریخ لا زمبابوې سره پلان شوې لوبه د جنوري میاشت پر ۲۲ تاریخ به ترسره کیږي.

د افغانستان اولینه لوبه به د روانې سه شنبې په ورځله پاپوانیوګيني سره ترسره کوي.

دوهمه لوبه د پاکستان سره د پنجشنبې په ورځ وي دا لوبې به ملي سپورټ تلویزون ښايي.

Leave a Reply