څلور هغه لوبغاړې چې کالونه کیږي لوبې کوي او نه غواړي چې تقاعد واخلي

څلور هغه لوبغاړي چې په ۱۹۹۰م کال کې یې پیل کړی او لاهم په ۲۰۲۲م کال کې لوبیږي.

کرکټ هغه لوبه ده چې په تیرو څو کلونو کې یې ډیر پرمختګ کړی دی. د T۲۰ کرکټ راڅرګندېدل او د لیګونو د مینه والو زیاتوالي دا لوبه د شهرت او سوداګریز کولو له پلوه نوي لوړوالی ته رسولې ده.

په داسې حال کې چې د کرېکټ بڼه او سټایل ډېر بدل شوی، د کرېکټ یو شمېر لوبغاړي شته چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې نړیواله لوبه کړې او اوس هم په ۲۰۲۲ کې فعاله لوبه کوي.

کریس ګیل: کریس ګیل د یونیورس باس په نوم هم نومول شوی، د کریکټ ترټولو لنډ فارمیټ کې یې هم ماسټري ترلاسه کړې.

ګریس ګیل چې په ۱۹۹۹م کال کې کریکټ نړۍ ته راغلی دی او اولین لوبه یې په ۱۹۹۹م کال کې ترسره کړه، او په ۲۰۲۱م کال کې یې کریکټ ته استعفا ورکړه.

شعیب مالک: ال راونډر شعیب مالک چې لومړې لوبه یې په کال ۱۹۹۰م کال کې ترسره کړه او تر ۲۰۲۲م کال کې هم لوبې ترسره کوي.

میتالي راج: د هند ښځینه کریکټ تر ټولو بریالۍ لوبغاړې میتالي راج د نړیوال کرکټ په تاریخ کې تر ټولو بریالۍ ښځینه توپ وهونکې بلل کیږي.

میتالي راج په کال ۱۹۹۹م کال د جون په ۲۶ تاریخ په میلټن کینز کې د ایرلینډ میرمنو پر وړاندې لوبه وکړه او تر اوسه هم د خپلې لوبډلې لپاره لوبې کوي.

شاهد افریدي: په داسې حال کې چې شاهد افریدي له نړیوال کرکټ څخه تقاعد شوی دی، خو لا هم د پاکستان سوپر لیګ کې لوبې ترسره کوي.

Leave a Reply