د هالنډ په وړاندې افغان لوبډله اعلان شوه

د هالنډ په وړاندې افغان کرکټ بورډ اتلس کسيزه لوبډله اعلان کړه؛ په ياده لوبډله کې د افغانستان ملي لوبډلې مهم او کليدي لوبغاړی محمد نبي شتون نه لري.

تراوسه معلومه نه دی چې محمد نبي ولې په يادو سياليو کې شتون نه لري؛ له دې وړاندې ځينو نا تائید شويو سرچينو زياته کړې چې ګواکې محمد نبي د حشمت الله شاهدي په کپتانۍ کې خوښ نه دی.

له هالنډ سره سیالیو ته د افغانستان ۱۸ کسیز سکواډ په لاندې ډول دی:

حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز، ریاض حسن، عثمان غني، اکرام علي خیل، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، راشد خان.
ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، قیس احمد، شرف الدین اشرف، یمین احمدزی، سلیم ساپی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او فرید ملک.

افغان لوبډله به د روانې مياشتې په ۲۱ د نيدرلينډ په وړاندې د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ پيل کړي او د همدې مياشتې تر ۲۵ به د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوام وکړي.

Leave a Reply